دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 270033
اوچا: په افغانستان کې د اوبو له کمښت سره د مخامخو کورنیو شمېر زیات شوی دی
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، په افغانستان کې د هغو کورنیو شمېر چې د اوبو له کمښت سره مخ دی، په ۲۰۲۱ کال کې له ۴۸ سلنې څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۶۰ سلنې ته لوړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن یکشنبه (ثور ۲۴) په خپل ټویټر لیکلي چې د اقلیم بدلون به په ټول افغانستان کې اوبو ته لاسرسی کم کړي.
 
اوچا وویل، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د اوبو او فاضله موادو د بحران د حل لپاره شاوخوا ۴۷۹،۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د پلازمېنې په ځانګړي ډول د کابل په لوېديځ کې د څښاک د پاکو اوبو له کمښت او په دې برخه کې د حکومت له نه پاملرنې څخه خلکو شکايتونه کړي وو.
 
افغانستان په وروستیو کلونو کې له سختې وچکالۍ سره مخ دی. د اقلیم د بدلون له امله سختو بارانونو د هیواد د اوبو سرچینې هم ویجاړې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcaewnue49n0w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته