دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 270198
د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو امکان
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ورښتونو، سېلابونو او طوفانونو په ګډون د نسبتاً سختو اورښتونو خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې چې نن چهارشنبه (چهارشنبه، ثور ۲۷ ) خپره شوه، په راتلونکو څو ساعتونو کې به د بدخشان، تخار، بغلان، پروان، پنجشیر، کاپیسا، نورستان، کنړ، لغمان، کندز، بلخ، سرپل او غور په ولایتونو کې د سېلابونو او تیزو بادونو وړاندوینه شوې ده.
 
د هوا پېژندنې ادارې د ۱۵-۲۵ ملي مترو باران او د باد سرعت ۲۰-۸۰ کیلومتره فی ساعت وړاندوینه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdccoxqi42bqms8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته