دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 270466
ناصر کنعاني: موږ له عرب اتحادیی څخه د سولې او ثبات د ټینګښت تمه لرو
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په جده کښې د عرب اتحادیي د ۳۲مې سرمشریزې په ځینو پریکړو کښې په ادعاګانو باندي ژوره خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل: تمه کیده چې عرب اتحادیه به د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره مثبت او رغنده ګام پورته کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کناني په جده کې د عربي ټولنې د ۳۲ هیوادونو د سرمشریزې په ځینو پریکړه لیکونو کې پر شویو تورونو او ادعاوو ژوره خواشیني څرګنده کړه.
 
هغه وویل: "د عرب اتحادیه څخه تمه کیده چې په خپلو پریکړه لیکونو کې د ځینو تکراري او ستړي کونکو ادعاګانو څخه په ډډه کولو سره د سولې او ثبات د ټینګښت او د سیمه ایز یووالي د پیاوړتیا لپاره مثبت او رغنده ګام پورته کړي."
 
په ورته وخت کې هغه د همکارۍ د زیاتولو او خبرو اترو او متقابل تفاهم ته د لومړیتوب ورکولو لپاره د سیمې د ځینو هېوادونو د رغنده تګلارې هرکلی وکړ.
 
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د جدې په غونډه کښې د ځینو ګډونوالو نظرونو ته په اشارې سره هیله څرګنده کړه چې سیمه به د خپلو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا د پراختیا په بنیاد د یوې نوې تګ لارې شاهده شی.
 
کنعاني تاکید وکړ: د سیمې د هېوادونو ګډې همکارۍ د پایدارې امنیت لپاره په سیمه کښې د نوی نظم د پراختیا لپاره اساسی عناصر دی او د ایران اسلامی جمهوریت تل دا سیمه ایز ضرورت ګڼلی دی.
 
په پای کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند څرګنده کړه چې د ایران ټولې کړنې د خپلې خاورې د حاکمیت له عملي کولو سره سمې دي او په دې اړه هر ډول ادعا ردوي.
 
https://avapress.com/vdcaiwnui49n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته