دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 270893
هرتزوګ: د ترکیې او اسراییلو اړیکې د پراختیا په حال کې دي
د صهیونیسټ رژيم مشر د ترکیې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د رجب طیب اردوغان د بریا د مبارکۍ په ویلو سره د تل ابیب او انقرې ترمینځ د اړیکو د ټینګیدو په اړه ډاډ څرګند کړ.
افغان غږ خبری آژانس: د ترکیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د پایلو په هکله د غبرګونونو په دوام، د صهیونیسټ رژیم ولسمشر اسحاق هرتزوګ د یوه ټویټری پیغام په خپرولو سره رجب طیب اردوغان ته مبارکی وویله.
 
د ترکیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د پایلو له اعلانیدو وروسته د صهیونیسټ رژیم مشر اسحاق هرتزوګ رجب طیب اردوغان ته په انتخاباتو کښې د بریا مبارکی وویله او د تل ابیب او انقرې د اړیکو د راتلونکی په هکله یې وړاندوینه وکړه .
 
د غاصب رژيم مشر د ترکيې د ولسمشرۍ د دويم پړاو انتخاباتو په اړه په خپل شخصي ټويټر پاڼه په عبراني، انګليسي او ترکي ژبو يو پيغام خپور کړ.
 
اسحاق هرتزوګ په خپل ټویټر پیغام کې لیکلي دي: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په انتخاباتو کې د بریا مبارکي وایم. زه ډاډه یم چې موږ به د ترکیې او اسراییلو ترمنځ د ښو اړیکو د ټینګښت او پراختیا لپاره ګډ کار ته دوام ورکړو.
 
اردوغان ته د صهیونیسټ رژیم د مشر د مبارکۍ پیغام په داسې حال کښې پورته شوی چې اسحاق هرتزګ د روانې میاشتې په نیمايي کښې انقرې ته رسمي سفر وکړ او د ترکیې د ولسمشر لخوا یې تود هرکلی وشو.
 
د ترکیې ولسمشر له خپل صهیونیسټی سیال سره په ګډ خبری کانفرنس کښې دغه هیواد ته د صهیونیسټ رژیم د مشر سفر د دواړو لورو ترمینځ په اړیکو کښې د بدلون ټکی وباله.
 
له دغه سفر وروسته د ترکیې او صهیونیسټ رژیم ترمینځ اړیکې تود شوې او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم له بیت المقدس څخه لیدنه وکړه. له دغو پرمختګونو وروسته د انقرې او تل ابیب سفیرانو په ترکیه او صهیونیسټ رژیم کښې خپل کار بیا پیل کړ.
 
https://avapress.com/vdceo78wxjh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته