دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۰
د مطلب کود : 271369
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په درېیمه لوبه کې د سریلانکا پر وړاندې ماته وخوړه
د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو لړۍ په دریمه او وروستۍ لوبه کې د سریلانکا لوبډلې څخه په ۹ منډو ماتې وخوړه.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې، چې نن چهارشنبه د جوزا ۱۷ مه ترسره شوه، ماته وخوړه.
 
د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، خو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو یوازې ۱۱۷ منډې هدف وټاکه، چې د سریلانکا لوبډلې وکولای شول دغه هدف په اسانۍ سره پوره کړي او دغه لوبه یې یوازې د یوه لوبغاړي په سوځیدو وګټله.
 
دا لوبې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د افغانستان او سریلانکا د کرکټ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې. افغانستان لومړۍ لوبه ګټلې وه.
 
https://avapress.com/vdcd9f0xnyt05s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته