دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۷
د مطلب کود : 272043
د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې ۵۶ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت وايي، د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د پولیسو له خوا ۵۶ کسان د قتل، غلا، د اسنادو جعل، ځورونې او د نشه يي توکو د قاچاق په ګډون د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې په کابل، تخار او کندز ولایتونو کې ۵۶ تنه د غلا، قتل، د اسنادو جعل، ځورونې، قاچاق او نورو جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
 
دغه وزارت زیاته کړه: له دغو کسانو څخه ۹ تنه یې د غلا او یو بل یې د اسنادو د جعل کولو په تور په کابل ولایت کې نیول شوي دي. دغه راز په تخار کې ۶ تنه د ځورونې، یو تن د قتل، دوه تنه د وهلو ټکولو او دوه تنه د اخلاقي فساد په تور نیول شوي دي.
 
د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې پاتې نور تورن کسان په نورو ولایتونو کې هم نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
 
ویل کیږي چې اسلامي امارت تر ډیره بریده په هیواد کې د بیلابیلو جرمونو په مخنیوي کې بریالی شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcdox0xsyt05z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته