دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 272362
قرغزستان افغانستان ته طبي مرستي رالېږلي دي
د قرغزستان رسنیو خبر ورکړی، چې دغه هېواد افغانستان ته د طبي مرستو یوه جوپه لېږلې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په بشکیک کې میشت آکا پریس خبري آژانس خبر ورکړی چې دغه جوپه د قرغزستان د ملي امنیت د کمیټې د مشر په امر د بشري مرستو په توګه په یوه الوتکه کې افغانستان ته لیږدول شوی دی.
 
تر دې مخکې قرغزستان د افغانستان خلکو ته خپلې بشري مرستې استولې دي.
 
د امريکا له خوا د افغانستان د مرکزي بانک د پيسو له کنګل کېدو او د ملګرو ملتونو له خوا د ځينو نورو بنديزونو په لګولو سره په هېواد کې بې وزلي او لوږه لاپسې زياته شوې ده.
 
د یادولو ده، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې له ۲۸ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
https://avapress.com/vdch-inii23nqxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته