دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود : 272997
د فراه ولایت له محبس څخه ۲۱ تنه بندیان خوشي شول
د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، له ایران څخه راستانه شوي ۲۱ تنه بندیان د اسلامي امارت د مشر د حکم پر اساس د فراه ولایت له عمومي محبس څخه خوشي شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د فراه ولایت د محبس عمومي مدیر ملا سیداحمد مجمر وايي، نن دوشنبه د سرطان ۱۹مه ۲۱ تنه هغه بندیان چې له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي وو، د فراه ولایت د محبس خوشې شو.
 
ښاغلي مجمر زیاته کړه، چې د فراه په عمومي محبس کې د ایران څخه د استول شویو بندیانو شمېر ۱۸۹ تنو ته رسېږي، چې تېره اوونۍ د ۲۱ تنه یی خوشې شوه.
 
هغه همداراز زیاته کړه: خوشي شوي کسان د مختلفو جرمونو په تور د ایران له خوا نیول شوي وو او د اسلامي امارت او د ایران د حکومت تر منځ د تفاهم له مخې د دغه ولایت عمومي محبس ته انتقال شول.
 
ویل کیږي چې د روان کال په ترڅ کې سلګونه افغان بندیان چې د ایران په محبسونو کې وو، د ایران له محبسونو څخه افغان محبسونو ته انتقال شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcb95b5zrhbz9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته