دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 273047
چین له افغانستان سره د سوداګرۍ نوې لار پرانیستله
چين له افغانستان سره د سوداګرۍ د اسانتيا په موخه د هېواد په شمال لوېديځ کې له لانژو ښار څخه د حیرتان بندر ته د اورګاډي کرښې له لارې نوې سوداګريزه لاره پرانيستله.
افغان غږ خبری آژانس: د « شینهوا» خبري آژانس راپور ورکړی چې د سوداګریزو توکو ۳۹ کانتینرونه بار وړونکی اورګاډی د چهار شنبې په ورځ (سرطان ۵) د شمال لویدیځ ګانسو ولایت له مرکز لانژو څخه د افغانستان د حیرتان بندر په لور روان شو.
 
ویل کیږي چې په دې توکو کې د موټر پرزې، فرنیچر، دفتري وسایل او ماشینري شامل دي.
 
نوې لار د ګانسو ولايت د لانژو او د شينجيانګ د کاشغر تر منځ د اورګاډي له کرښې سره پيلېږي. بیا دا توکی په لاریو کې قرغزستان ته لیږدول کیږي او له هغه ځایه بیا د ریل پټلۍ له لارې حیرتان بندر ته ننوځي.
 
د ترانسپورتي خدمتونو د وړاندې کولو د يو شرکت په وينا، د دغې سوداګريزې لارې په بريالۍ توګه پرانيستل به د يو کمربند او يوې لارې د نوښت پروژې په لار کې د چين، قرغزستان، ازبکستان، افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ همکارۍ او اقتصادي او سوداګريزې تبادلې لا پياوړې کړي.
 
لانژو د چين په شمال لويديځ کې د ترانسپورت مرکز دی. اوس مهال، لانژو د ۲۰ څخه د زیاتو هیوادونو له ۳۰ څخه زیاتو ښارونو ته د اورګاډي نړیوال خدمات وړاندې کوي.
 
https://avapress.com/vdci5paryt1ayu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته