دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 274439
د "کابل برښنا" نوي رئیس خپله دنده پيل کړه
ملا احمد اخند چې څه موده وړاندې د افغانستان برښنا شرکت د کابل څانګې د مشر په توګه ټاکل شوی و، خپله دنده پیل کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: پرون دوشنبه د اسد ۱۶ مه د افغانستان برښنا شرکت رئیس مولوی عبدالرحمن رحمانی له خوا د دغه ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: ملا احمد اخند چې د رئیس الوزرا په حکم د کابل برښنا د رييس په توګه ټاکل شوى دى، د هغه د معرفي کولو په مراسموکې وويل چې د کابل برشنا په برخه کې به اساسي کارونه وکړي.
 
د يادونې وړ ده، چې په کابل ښار کې د برښنا پرچاوۍ تل يوه جدي ستونزه ده، چې خلک ترې شکايت کوي.
 
https://avapress.com/vdcexe8wojh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته