دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 275378
د اسلامي امارت مشر: د تجارت لپاره باید لازمې اسانتیاوې برابرې شي
د افغانستان د اسلامي امارت مشر په یوه نوي فرمان کې د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو د ودې لپاره د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دغه فرمان کې راغلي چې د هېواد جغرافیوي موقعیت او اقتصادي اهمیت ته په پام او په سیمه کې وروستیو اقتصادي او سیاسي پرمختګونو ته په پام سره د سوداګرۍ د معیاري کولو په موخه د صادراتو د زیاتوالي او له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د تلپاتې اړیکو او ثبات د ټینګښت او همدارنګه د خصوصي سکتور او کورنیو تولیداتو د ملاتړ او ودې په موخه لاندې ټکي په پام کې نیول شوي دي.
 
د اسلامي امارت د رهبرۍ په دغه فرمان کې راغلي چې د امارت اړوند وزارتونه او ادارې مکلفې دي چې د هیواد د سوداګریزو او اقتصادي ګټو په نظر کې نیولو سره په پولو، غځولو لارو او لویو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
 
د اسلامي امارت مشر همداراز ویلي دي چې په مرکز او ولایتونو کې د امارت د وزارتونو او څانګو مسوولین او کارکوونکي مکلف دي چې د خصوصي سکتور له فعالینو سره ښه چلند وکړي او د مؤثقو قانوني اسنادو په رڼا کې په اړوندو کړنلارو کې له ځنډ څخه ډډه وکړي.
 
مولوي هبة الله اخندزاده زياته کړه، د اسلامی امارت وزارتونه او رياستونه مکلف دي چې د امکان په صورت کې له کورنيو توليداتو څخه د کورنيو صنايعو د ودې او د هېواد د خودکفايي په موخه استفاده وکړي.
 
https://avapress.com/vdchqmni623nqxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته