دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 275805
په فراه ولایت کې له نږدې درې زره کورنیو سره مرسته وشوه
په فراه ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو د خوړو نړیوال پروګرام له لوري په دغه ولایت کې پر ۲۶۸۸ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د ویش اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: په فراه ولایت کې د اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، چې د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې پر ۲۶۸۸ اړمنو کورنیو باندې د خوړو نړیوال سازمان لخوا د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
 
په ویشل شویو توکو کې اوړه، غوړي، دال، مالګه او د ماشومانو او شیدو ورکونکو میرمنو لپاره د غذايي موادو بسته بندي شامله وه.
 
په ورته وخت کې ګټه اخیستونکو د دغو مرستو په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او له بنسټونو یې د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
 
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو اړوند سازمانونه په افغانستان کې د مرستو د وېش لپاره د بودیجې له نشتوالي خبر ورکوي.
 
https://avapress.com/vdccxpqip2bqm48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته