دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۸
د مطلب کود : 276029
ملا عبدالغني برادر په کابل کې د ایران د سفارت د سرپرست سره وکتل
د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر پرون (سنبلې ۱۱) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست او د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره د لیدنې خبر خپور کړی دی. د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دواړو لورو د سياسي، اقتصادي او دوه اړخيزو همکاريو په اړه بحث او د نظريو تبادله کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو پر سیاسي، اقتصادي او دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې.
 
د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر په وینا، ملا برادر په دې کتنه کې وویل چې د اړیکو د ښه کولو لپاره، د ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو لپاره اړینه ده چې اساسي ګامونه پورته کړي او هیچا ته دا موقع ورنکړي چې دغه اړیکې زیانمنې کړي.
 
  په دغه خبرپاڼه کښې د ښاغلی قمی له قوله لیکل شوی دی چې هغه په ​​دغه کتنه کښې وویل: تهران له کابل سره د اقتصادی، کرنې، صنعتی او د ریل ګاډو د پراختیا په برخو کښې ملګرتیا ته لېواله دی.
 
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې په دې کتنه کې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف او د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر خیرالله خیرخواه هم حضور درلود.
 
https://avapress.com/vdcb50b59rhbzgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته