دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۵
د مطلب کود : 276144
اوچا: په راتلونکي کال کې به ۶.۳ میلیونه تنه په افغانستان کې پاکو اوبو ته لاس رسی ونه لري
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د مرستندویه ادارو د بودیجې د کموالي له امله به په راتلونکي کال کې ۶.۳ میلیونه تنه په افغانستان کې پاکو اوبو ته لاسرسی ونه لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په ایکس ټولنیزه شبکه کې یو پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي چې د مالي منابعو نشتوالی په دې معنی دی چې یو میلیون ښځې او نجونې به په افغانستان کې د بشري مرستو لاسرسي ونه لري.
 
اوچا زياته کړه چې دوه ميليونه وګړي به د څښاک پاکو اوبو، روغتيا ساتنې او روغتيايي وسايلو ته د لاسرسي په برخه کې ملاتړ له لاسه ورکړي او لږ تر لږه يو نيم ميليون ماشومان او شاوخوا يو ميليون معيوب کسان به په دې برخه کې له جدي ننګونو سره مخ شي.
 
دغه سازمان ویلي چې ۶.۳ میلیونه خلک به پاکو اوبو ته لاس رسی ونه لري، ۴.۳ میلیونه خلک به پاکو تشنابونو ته لاس رسی ونه لري او ۳.۵ میلیونه نور به روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ونه لري.
 
تر دې مخکې اوچا د بودیجې د کمښت خبرداری ورکړی و.
 
د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی د هیواد یو له هغو سترو ستونزو څخه دی چې د هیواد خلک ورسره مخ دي.
 
په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو سره د نړۍ هېوادونو او مرستندویه موسسو د هېوادوالو د ناوړه بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی.
 
https://avapress.com/vdcjxme8xuqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته