دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۳
د مطلب کود : 276368
دوه تنه انسان تښتوونکي په بلخ کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول
د بلخ ولایت د پولیسو چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې یې دوه تنه انسان تښتوونکي د ځانګړو کشفي ځواکونو سره په نښته کې وژلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف : ویل کیږی چې دغو کسانو غوښتل چې په بلخ کې د یوه پلورنځي خاوند لوټ کړي، د ځانګړو کشفي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د بلخ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال خيرالدين روحاني وويل چې کشفي ځواکونو پر وخت اقدام وکړ او د سړي تښتوونکو مخه يې ونيوله چې د هټۍ خاوند يې لوټ کړي.
 
  ویل شوي، چې تښتوونکو هغه مهال ډزې پیل کړې، چې پوه شول، چې استخباراتي ځواکونو دوی په نښه کړي دي.
 
https://avapress.com/vdch--ni623nqxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته