دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۰
د مطلب کود : 276549
د فراه ولایت د پشت رود په سیمه کې د اوبو رسولو ۱۶ شبکې جوړیږي
ټاکل شوې چې د قطر د سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ د فراه ولایت د پشت رود په سیمه کې د اوبو رسولو ۱۶ شبکې جوړې شي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د باختر آژانس خبری آژانس لیکلی چې د دغې شبکې په جوړیدو سره به څه دپاسه ۶۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی.
 
ویل شوي، چې د قطر د سرې میاشتې ټولنه به د دغو شبکو په جوړولو شاوخوا شپږ میلیونه افغانۍ ولګوي او د دې شبکو جوړول به شاوخوا درې میاشتې وخت ونیسي.
 
https://avapress.com/vdci5qar3t1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته