دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 277897
د «الاقصی طوفان» په عملیاتو کښې د صهیونیسټانو د زخمیانو شمیر ۱۶۹۷ تنو ته لوړ شو
صهیونیسټي سرچینو د شنبې په ماښام اعلان وکړ چې د الاقصی طوفان په عملیاتو کښې د هغوي د زخمیانو شمیر ۱۶۹۷ ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: صهیونیسټی سرچینو د شنبې په ورځ (۱۵ میزان) اعلان وکړ چې د الاقصی طوفان په عملیاتو کښې د هغوی د ټپیانو شمیر ۱۶۹۷ تنو ته رسیدلی دی.
 
د راپورونو له مخې د ټپیانو له ډلې د ۲۸۵ تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
 
تر دې مخکې د ټپيانو شمېر ۱۱۰۰ اعلان شوی و.
 
د فلسطین د مقاومت مبارزینو د شنبې په ورځ له غزې (جنوب) څخه په نیواک شویو سیمو کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځونو پرضد پراخ او بې ساري عملیات پیل کړل. داسې یو عملیات چې د اشغال په ۷۵ کلن تاریخ کې بې ساری وو او صهیونیسټان یې حیران کړل.
 
د «الاقصی طوفان» په نامه د صهیونیسټی رژیم پرضد د فلسطین د مقاومت د عملیاتو په نتیجه کښې تر اوسه ۳۰۰ صهیونیسټان وژل شوی دی.
 
د الاقصی د طوفان په عملیاتو کښې د صهیونیسټانو د زخمیانو د شمیر زیاتوالی په داسې حال کښې دی چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د شنبې په شپه اعتراف وکړ چې هغه څه چې نن پېښ شول، بې ساری وو.
 
د صهیونیسټ رژیم د پوځ پخوانی ویاند هم اعتراف وکړ چې د حماس په مقابل کښې د اسرایلو ټول نظام په بشپړ ډول ناکام شوی دی .
 
د صهیونیسټي پوځ دغه پخواني چارواکي ویلي دي چې د اسرائیلو ټول دفاعي جوړښت هم د حماس د حملو په وړاندې ناکام شوی دی.
 
د دغه صهیونیسټي چارواکی دغه خبرې په داسې حال کښې کیږی چې د فلسطین مقاومت د تل ابیب زړه د خپلو راکټی حملو هدف ګرځولی دی.
 
په فرانسه کښې د اسرائیلو سفیر هم وویل چې د دغه رژیم نیواکګر پوځ د حماس د حملې لپاره کافي چمتووالی نه درلود او دغه کار د استخباراتو د ناکامۍ ښودنه کوي.
 
https://avapress.com/vdcf1ed0ew6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته