دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 278340
د لوګر برکي برک ولسوالۍ ته د شل میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا د لېږد چارې پیل شوې
د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت برکي برک ولسوالۍ ته د ۲۰ میلیونه او ۳۹۴ زره افغانیو په لګښت د برېښنا د لېږد چارې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوګر والي مولوي ضیاءالرحمن مدني د دغې پروژې د پرانستلو په مراسمو کې وویل: وظیفه له موږ ټولو سره امانت دی او د دغه امانت د ساتلو لپاره باید جدي کار وکړو. "
 
ښاغلي مدني همدا راز روښانه کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ په دوه کلنه موده کې په ډیر کم وخت کې لویې پروژې پیل او بشپړې کړي دي.
 
نوموړي دا هم وويل، چې دا مهال د برکيبرک ولسوالۍ او هغه کلي چې د برېښنا پايې ترې تېرېږي، د برېښنا له نعمت څخه برخمن دي او په راتلونکي کې به نږدې کليو ته هم برېښنا ووېشل شي.
 
لوګر والي د برکي برک ولسوالۍ له اوسېدونکو هم وغوښتل چې د عامه ځايونو او تاسيساتو ساتنې ته زياته پاملرنه وکړي.
 
له بلې خوا د کورنيو چارو وزارت د تدارکاتو مرستيال مولوي عبدالله مختار حسيني د يادې شوې پروژې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې دغه پروژه د کورنيو چارو وزارت د ترميم د عمومي رياست له خوا د ٢٠ ميليونه افغانيو په ارزښت تمويل شوې ده.
 
د کورنیو چارو وزارت د معین د معلوماتو له مخې، اوسمهال د دغې پروژې اوږدوالی ۷ کیلومتره دی چې شاوخوا ۱۷۶ بندونه په کې شامل دي. خو په راتلونکو ورځو کې به په لوګر کې یوه بله لویه پروژه هم پرانستل شي، چې د ۱۹۶ کیلو واټه لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې کار کوي.
 
خو د برکي برک ولسوال مولوي محمد هاشم اخندزاده د برکيبرک ولسوالۍ د خلکو د ستونزو او غوښتنو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې د برکيبرک ولسوالۍ اوسېدونکي ټول مجاهدين دي او په تېرو شلو کلونو کې يې بې شمېره قربانۍ ورکړي دي.
 
https://avapress.com/vdcjxoe8yuqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته