دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۵
د مطلب کود : 278437
هرات ولایت ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د مرستیال سفر
په هرات کې د تېرې اوونۍ له خونړۍ زلزلې وروسته د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال د زلزله ځپلو د وضعیت د څېړلو په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ او د هرات له والي سره یې وکتل.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال د هرات د والي په ګډون د ځینو ریاستونو د چارواکو سره نن شنبه د میزان ۲۳ مه وکتل.
 
د هرات والي شیخ نور احمد اسلامجر په دې غونډه کې وویل چې د زلزلې له امله د هرات ښاریانو ته سخت زیان اوښتی او دا ناورین د هرې ورځې په تیریدو سره پراخیږي.
 
د هرات د والي په وینا؛ د هرې ورځې په تېرېدو سره موږ ژمي ته نږدې کېږو او هوا سړه کیږي او خلک بهر وخت تیروي.
 
د هرات والي له هغوى څخه وغوښتل چې له زلزله ځپلو سره د مرستې په لاره کې خپل بشري مسووليت ادا کړي او له ټولو زيانمنو شويو سيمو سره په برابر ډول مرسته وکړي.
 
د يادونې ده، چې له تېرې شنبې ورځې راهيسې په هرات کې څو ځلې زلزلې شوې دي. نن سهار د ریشتر په کچه د ۶،۴ درجې یوې زلزلې د هرات ښار ځینې برخې ولړزولې.
 
https://avapress.com/vdcgw79xuak9ut4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته