دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 280346
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست پاکستان ته سفر وکړ
د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د مالیې، ترانسپورت، هوايي چلند او بهرنیو چارو وزارتونو او د دغه هیواد د خصوصي سکتور د استازو په ګډون د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ولاړ.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پلاوی د پاکستان او ازبکستان په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته تللی دی. 
 
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په دې درې اړخیزه غونډه کې به د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې د پراختیا او اسانتیاوو په اړه خبرې وشي.
 
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې ټاکل شوې چې په دوه اړخیزه ناسته کې له پاکستاني لوري سره د افغان مالونو د ټرانزیټي ستونزو او د آپټا د تړون په اړه جلا جلا خبرې وشي.
 
دا په داسې حال کې ده چې له څه مودې راهیسې د پاکستان په بندرونو کې د افغانستان سوداګریز توکي بند دي.
https://avapress.com/vdci5uarqt1avp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته