دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 280879
په کندز کې د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په جرم ۹۶ تنه ونیول شول
د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو په تيرو شپږو مياشتو کې ٩٦ تنه دنشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور نيولي دي .
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د کورنیو چارو وزارت په اکس پاڼه کې لیکل شوي: له نیول شویو کسانو څخه ۱۲ بېلابېل موټر، ۸۸۴۴۸ کیلوګرامه چرس، ۵۴۰۳۰ کیلو ګرامه تریاک او ۱۱۷۵ ګرامه هیروئین ترلاسه شوي دي.
 
دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۶۸۵۰ ګرامه شیشه، ۹۲۰۰ سي سي الکولي مشروبات، ۵۹۸۳ ټابلیټ کا، ۲۲۹۰ کیلوګرامه د ټابلیټ کا خام مواد او د ټابلیټ کا په نوم د برېښنايي وسایلو یوه بنسټ هم ترلاسه شوي دي.
https://avapress.com/vdcjaye8huqeooz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته