دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۰
د مطلب کود : 281577
مولوي نجیب الله رفیع د دایکندي والي شو
د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې مولوي نجیب الله رفیع نن دوشنبه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دایکندي ولایت د نوي والي په توګه معرفي شو.
افغان غږ خبری آژانس: د کورنیو چارو وزارت په هغه پیغام کې چې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې خپور شوی، ویل شوی چې په دې اړه په دایکنډی ولایت کې په جوړه شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ مرستیال مولوی عبدالحق مخدوم په دې غونډه کې دکورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال مولوي محمدقاسم ابو يوسف، دکورنيو چارو وزارت د لومړي مرستيال امين الله عبيد، پخواني والي، ددغه ولايت د ملکي او نظامي ادارو مسوولينو، علماوو، مجاهدينو او د رسنيو مسوولينو ګډون کړى وو.
 
د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې غونډه کې ویناوالو د دایکندي ولایت د پخواني والي امین الله عبید د کارونو او مدیریت ستاینه وکړه.
 
د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ معین مولوي مخدوم له خلکو وغوښتل چې له حکومت سره همکاري وکړي او خپل وړاندیزونه، نظریات او ستونزې له دولتي چارواکو او علماوو سره شریکې کړي، تر څو ستونزې په تفاهم او خواخوږۍ او د امنیت په سیوري کې حل شي. 
 
دغه راز د دايکنډي نوي والي مولوي رفيع د دغه ولايت خلکو ته خطاب وکړ او ويې ويل چې د اسلامي امارت د مشر د حکم پر اساس دغه ولايت ته راغلی دی.

د دایکنډي نوي والي په خپلو خبرو کې له هغه سره د خلکو د همکارۍ او ملګرتيا غوښتنه وکړه.
https://avapress.com/vdcfeyd0ew6dcta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته