دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 281606
د فراه ولایت په ښوونځیو کې څه باندې ۱۳۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي
د فراه د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په څه باندې ۴۰۰ ښوونځیو کې له ۱۳۰ زرو څخه زیات زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د فراه ولایت د پوهنې رئیس مولوی اختر محمد زعیم وايي، په فراه ولایت کې ۴۱۹ ښوونځي شته چې ۱۳۰ زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

ښاغلي زیم همداراز وویل: د دغه ولایت په ښوونځیو کې ۲۳ زره ښوونکي په دندو ګمارل شوي چې ۸۰۰ یې ښځې دي.

نوموړي دغه راز زياته کړه، چې د فراه ولايت د پوهنې رياست مشرتابه د يونيسف ادارې په مرسته د ياد ښوونځي څلور دېوالونه، د اوبو د زېرمه کولو لپاره د لمريزې برېښنا سيسټم او د ساتونکي خونې په جوړولو وتوانېدلي.

د فراه د پوهنې رييس وويل، چې د دولت له بوديجې څخه د دوى تر مشرۍ لاندې ٨ نور ښوونځي په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي او د ٧ نورو ښوونځيو د جوړېدو خبر يې د پوهنې رياست ته استولى او ډېر ژر به يې چارې پيل شي.

نوموړي دغه راز څرګنده کړه، چې په دې ولايت کې ټولټال ٥٠٠ دولتي او خصوصي ديني مدرسې شته، چې ټول ٤٥ زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

ښاغلي زعیم زیاته کړه: پر پورتنیو ښوونځیو سربیره د دیني مدرسو ۲۴ څانګي د ۷۲ ښځینه ښوونکو له خوا په زده کړو بوختې دي او په یادو ښوونځیو کې ۲۵۰۰ ښځینه زده کوونکي له زده کړو برخمن دي.

د فراه د پوهنې رئيس په تېرو دوو کلونو کې د ديني او دولتي ښوونځيو پراختيا ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې د کليوالو سيمو لپاره ٤١٩ ورځني پوسټونه او د ديني مدرسو لپاره ٥٣٤ پوستونه تخصيص شوي او د استادانو په توګه به په دندو وګمارل شي.

ده زياته کړه: هغو سيمو ته چې په پخوانۍ اداره کې ورته پاملرنه نه ده شوې او زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاتې شوي، پوره پاملرنه شوې ده او ځينو بشري بنسټونو له هغوى سره د ښوونې او روزنې مرستې کړې دي.

د ښاغلي ضعيم په وينا، په فراه کې ١٢٠ سيمه ييزې ټولنې فعالې دي، چې په بکواه کې ٤٥، په پرچمن، فراه رود، بالابلوک او خاکسفيد ولسواليو کې ٧٠٠ سيمه ييزې ټولنې شتون لري، چې د ادارو او پوهنې رياست په همکارۍ فعاليت کوي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د پوهنې ریاست ۱۶۷۰ نوي ښوونکي استخدام کړي او د ښوونکو د استخدام په برخه کې جدي هڅې کوي.
https://avapress.com/vdciuzarqt1avq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته