دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 281713
په فراه ولایت کې د باران لپاره لمانځه ادا شو
پرون د فراه ولايت د زرګونو ښاريانو په شتون کې د استسقاء لمونځ ادا شو او د باران دعا يې وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: تیره ورځ د دغه ولایت په مرکزی عیدګاه کې د سیمه ییزو چارواکو، دیني عالمانو، ملا امامانو، د جوماتونو امامانو او د فراه ولایت د مرکز او ولسوالیو د زرګونو ښاریانو په شتون کې د  استسقاء لمونځ ادا شو. 
 
دیني عالمانو د ا استسقاء له لمانځه مخکې د اسلامي لارښوونو په رڼا کې له لویو او وړو ګناهونو د ځان ساتلو، د زکات په ورکولو او نورو ټولنیزو مسایلو خبرې وکړې.
 
ویل کېږي په داسې حال کې چې د هېواد لوېدیځې سیمې د مني موسم وروستۍ ورځې تېروي، تر ټولو لږ باران او واوره شوې او خلک پرله پسې وچکالۍ اندېښمن کړي.
 
په ورته وخت کې پرله پسې وچکالۍ او د باران کمښت د فاریاب او سرپل د دوو ولایتونو خلک او ښاریان دې ته اړ کړي چې د دغو ولایتونو په میدانونو کې د باران لپاره دعا وکړي او له خدایه د باران غوښتنه وکړي.
https://avapress.com/vdchzznix23n6qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته