دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 281836
فلسطیني سرې میاشتې: غزې ته شاوخوا ۷۰ مرستندویه لارۍ ننوتلي دي
فلسطیني سرې میاشتې ویلي چې د رفح له لارې یې شاوخوا ۷۰ مرستندویه لارۍ ترلاسه کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د سرې میاشتې ادارې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له خپل مصری سیال څخه یې د بشری مرستو ۶۹ لارۍ چې خوراکی، اوبه، امدادی مرستې، طبی تجهیزات او درمل پکې شامل دی، 

له بلې خوا یوه امریکايي چارواکي هم ویلي، چې اشغالګرو د امریکا له غوښتنې سره موافقه کړې او د کرم ابو سالم بندر "یوازې د رفح له لارې غزې ته د بشري مرستو د کتلو او تفتیش لپاره" پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې صهیونیسټ رژیم له اووه ورځني لنډمهاله اوربند پرته له دوو میاشتو راهیسې غزې ته د خوراکي توکو مرستې ته اجازه نه ده ورکړې.
https://avapress.com/vdcdsf0x9yt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته