دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 284216
د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې له څه باندې ۵ زره کورنیو سره د نغدي او خوراکي توکو مرسته وشوه
په ننګرهار، پکتیکا، پروان او هرات کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو په یادو ولایتونو کې له ۴۹۵۳ اړمنو کورنیو سره د نغدي او خوراکي توکو د مرستې اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوی قسمت الله مبارز پرون یکشنبه د جدی په ۲۴ مه وویل چې د خوړو نړیوال پروګرام  او ای اف جي موسسي په تخنیکي همکارۍ له ۲۲۷۵ اړمنو کورنیو سره مرسته کړې ده. 
 
د هغه په ​​وينا، د دغو مرستو ټوله اندازه ٧،٢٨ ميليونه افغانۍ ده او هرې اړمن کورني ته ٣٢٠٠ افغانۍ نغدي وېشل شوې دي.
 
د پکتیکا ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د خوړو نړیوال سازمان د پرمختیايي مرستو موسسې په همکارۍ د دغه ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې پر ۱۳۶۸ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.
 
په همدې حال کې د پروان ولايت د کليو پراختيا رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې د خوړو د نړيوال سازمان له خوا په ٨١٠ اړمنو کورنيو د خوراکي توکو د مرستې د وېش خبر ورکړ.
 
له بلې خوا د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې له زلزلې ځپلو ۵۰۰ کورنیو سره خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل شول.
 
د هرات د سرې مياشتې ټولنه وايي، دغه مرستې د ترکيې د سرې مياشتې له خوا د زنده جان ولسوالۍ له زلزله ځپلو سره شوې دي.
 
په همدې حال کې د سړې موسم په رارسیدو سره په هیواد کې یو زیات شمیر کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله بشري مرستو ته اړتیا لري.
https://avapress.com/vdciz5arqt1avr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته