دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 284217
په لوګر کې یوې راډیو خپرونې پیل کړې
په لوګر ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې یې د «راډیو عینک» په نوم یوې راډیو خپرونې پیل کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: باختر دولتي خبري آژانس خبر ورکړی دی چې د دغې راډیو د پرانیستلو مراسم د یکشنبې په ورځ د جدي په ۲۴ مه د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد په حضور کې ترسره شول.

د همدې رسنۍ د راپور له مخې، د اسلامي امارت ویاند د رسنیو له مسوولینو غوښتي، چې خپل فعالیتونه د شریعت په چوکاټ کې او د اسلامي امارت له تګلارې سره سم ترسره کړي.

د دې رسنیو د راپور له مخې اوس مهال په لوګر کې شپږ راډیوګانې فعالې دي.

تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې راډیوګانو خپلې خپرونې پیل کړې وې.
https://avapress.com/vdcjvxe8auqeo8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته