دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۹
د مطلب کود : 284312
د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوګر د سرخاب بند د ساتنې او مراقبت پروژه پرانیستل شوه
د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکي وايي، د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوګر ولایت د سرخاب بند د ساتنې او مراقبت پروژه د دغه وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور له خوا پرانیستل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه پروژه د دوشنبې په ورځ د جدی په ۲۵مه پرانیستل شوه.

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست د دغې پروژې د پرانېستې پر مهال وویل، اسلامي امارت هڅه کوي، چې ولس ته په پوره ژمنتیا او د مسؤلیت په احساس سره خپل مسوولیت ادا کړي.

د يادونې وړ ده، چې د سرخاب بند د نهه ميليونه متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفيت لري او شاوخوا درې زره هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبوي.
https://avapress.com/vdcfyjd00w6dcma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته