دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 284967
په فراه ولایت کې د پولیو د واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
د فراه ولایت په مرکز او لسو ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین ملي کمپاین د څلورو ورځو لپاره پیل شو.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د فراه ولایت د عامې روغتیا ریس ډاکټر نورالله افضلی وایی، د پولیو واکسین کمپاین به د دغه ولایت د مرکز په ګډون د فراه په ۱۰ ولسوالیو کې پلی شی. 

هغه زیاته کړه: د کمپاین په دې دوره کې به ۲۲۵۵۶۵ هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي تر پوښښ لاندې ونیول شي.

ښاغلي افضلي همداراز زیاته کړه: د خاکسفید، پشترود، ګلستان او بالابلوک ولسوالیو لپاره به ۶۵ همغږي کوونکي، ۲۱۷ څارونکي، ۱۷۰۴ رضاکاران، ۳۷۴ ځانګړي مامورین کار وکړي.

د هغه په ​​وينا، د کمپاين په دې پړاو کې د پرچمن ولسوالي نه ده شامله.

ويل کيږي چې د پوليو واکسين کمپاين د لوېديځې حوزې په نورو ولايتونو کې هم پيل شوى او زرګونه ماشومان به د پوليو له خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي شي.
https://avapress.com/vdcb0ab5zrhbw9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته