افغان غږ خبری آژانس - د بلخ ولایت د پولیسو ویاند عبدالناصر ارمل په دغه ولایت کې د وسلو د یوه زیرمتون د نیولو په تړاو وویل: په روان کال کې د پولیسو ځواکونه توانیدلی چې د غیر مسؤلو خلکو څخه سپکي او درنۍ وسلې ونیسي.
هغه زياته کړه، چې په دغو وسلو کې کلاشينکوف، ايم ١٦، راکټ، پيکا او چاودېدونکي توکي د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ د تروريزم پر وړاندې د مبارزې مديريت ځواکونو ترلاسه کړي دي.
ارمل وويل، د دغو وسلو د نيولو په تړاو نيول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي او خلک بايد ډاډمن شي، چې پوليس به هېچا ته د ناقانونه وسلو د لېږد اجازه ورنکړي.
له بلې خوا د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ له تروريزم سره دمبارزې مدير ملا عطاالله بلال وويل : موږ د ټولو سپکو او درنو وسلو په راټولولو ټينګار کوو او هيچا او ډلې ته اجازه نه ورکوو چې ناقانونه وسلې وګرځوي او ناامني رامنځته کړي .
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د حکومت په موثریت سره د وسلو د ډیپوګانو د ضبط او د غیر مسؤلو وسله والو د نیولو لړۍ هم ډیره شوې ده.