افغان غږ خبری آژانس - هرات: د چارواکو په وینا هره ورځ د افغانستان او ایران تر منځ په سلګونو بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر په دغه لاره تګ راتګ کوي.
د دوى په وينا، د دغه سړک د پراختيا چارې، چې د افغانستان او ايران تر منځ پر پوله موقعيت لري، د دغه ولايت د فوايد عامې رياست له خوا د ٦٠ ميليونه افغانيو په لګښت پيل شوې دي.
د نيمروز د فوايد عامې رييس جان محمد بدري وويل: د دغه سړک اوږدوالى ٢ کيلومتره او پلنوالى يې څه باندې اووه متره دى او په دې لاره کې شل متره پل هم شتون لري.
د نيمروز والي محمد قسيم خالد وويل: د دې پروژې په پلي کېدو سره به زموږ سوداګر په اسانۍ سره د ورېښمو له پله څخه خپل کارونه پرمخ وړي او په راتلونکي کې به له ترافيکي ستونزو سره مخ نه شي.
چارواکي وايي، دغه سړک د خپل تنګي پلنوالي له امله د ورځې په اوږدو کې د دومره مسافرو او موټرو د تګ راتګ ظرفيت نه لري.
د ورېښمو د پله د کمېشنر محمد هاشم حنظله وويل: "هيله لرم چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د موټرو او ټکسيانو د ترانزيټي اسانتياوې برابرې شي او ښې پايلې به ولري."
د چارواکو په وینا هره ورځ له دې لارې شاوخوا ۳۰۰ ټرانزیټي موټر، د افغانستان او ایران نږدې ۲۰۰ ټکسي، سلګونه قانوني مسافر، نږدې درې زره د سره صلیب مسافر، سلګونه کارکوونکي او دولتي موټر تګ راتګ کوي.