دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 287659
په بامیان ولایت کې د ښځو لپاره لومړنی دیني مدرسه پرانیستل شوه
په بامیان ولایت کې د ښځو لپاره لومړنی خصوصي دیني مدرسه د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې د بامیان په مرکز کې پرانیستل شوه.
افغان غږ خبری آژانس: د بامیان ولایت استازي حاجي محمد خان غازي د دغه خصوصي دیني مدرسې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د بامیان ولایت د ښوونځیو او خصوصي دیني مدرسو د کیفیت په برخه کې تل همکار او همغږي دی. 
 
ويل شوي دي چې ددغې خصوصي ديني مدرسې ټولې تحصيلي چارې د باميان ولايت د پوهنې رياست د طرزالعمل له مخې پرمخ وړل کيږي.
 
د دغه ښوونځي د مسوولينو په وينا، د دې خصوصي ديني مدرسې فعاليت په بشپړه توګه د ښځو له خوا اداره کېږي.
https://avapress.com/vdccpmqio2bq4e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته