د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د صهیونیسټي رژیم د تیریو د شهیدانو شمیر ۳۳۹۷۰ تنو ته او د زخمیانو شمیر ۷۶۷۷۰ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت هم اعلان کړی، چې اشغالګرو ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ قتل عامونه ترسره کړی، چې په پایله کې یې ۷۱ تنه شهیدان او ۱۰۶ تنه نور ټپیان شوی دی.