د کابل په مراد خانۍ سیمه کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
دا چاودنه، چې د عینې شاهدانو په وینا یوه ځان وژونکې حمله وه په کې د عاشورا په مراسمو کې شامل خلک په نښه شوي دي.
په دې سیمه کې د ابوالفضل زیارت هم موجود دې، چې هر کالې په کې د عاشورا مراسم پر ځای کیږي.
د عیني شاهدانو په حواله وایي، چې په دې چاودنه کې له لسو زیات کسان مړه او ژوبل شوي دي.
د خبر له مخې سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شوې او امنیتي ځواکونه او خلک د مړو او ټپیانو په لیږدولو بوخت دي او همدارنګه نن د مزارشریف ښار کې هم ځان مرګۍ برید شوی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)