طالبانو د چارشنبې په ورځ د جلال الدین حقاني د مړیني راپورونه رد کړل، نوموړی د پاکستاني طالبانو د حقاني شبکې بنسټ ایښوونکې دی او تل په افغانستان کې د لویو وسلوالو حملو مسؤل ګڼل کېږي،د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د فرانسې خبري اژانس ته وویل:
“موږ د جلال الدین حقاني د مړیني راپونه په کلکه ردوو، دا راپورونه د حکومت یوه پروپاګنډه ده، حقاني ژوندی دی”
د افغانستان د طلوع تلویزيون راپور خپور کړی و، چې جلال الدین حقاني د پښتورګو د ناروغۍ له امله مړی شوی دی.
تلویزیون دا ادعا هم کړې وه، چې د انترنټ په « تویتر » کې «طالبانو » د نوموړي مړینه تائید کړې ده.
د جلال الدین حقاني ډله طالبانو ته ډیره نژدې ده، دا ډله په افغانستان کې په تیره بیا په حتیځو ولایتونو کې، پر امریکايي او افغان پوځونو باندې د حملو او نورو وسلوالو عملیاتو د تنظیمولو مهمه ډله ګڼل کېږي.
امریکا تیره میاشت، په کابل کې هغه لویه حمله چې ۱۸ ساعته یې دوام وکړ د حقاني شبکې کار وباله، په تیره یوه لسیزه کې د کابل پر ښار دا تر ټولو لویه حمله وه چې د حقاني ډلې مشرانو د پاکستان په شمالي وزیرستان کې تنظیم کړې وه.
«امیرالبحر مایک مولن» تیر کال وړاندې له دې چې، د امریکا د نظامي قواوو د مشر په توګه له خپل کار څخه ګوښه شي، د امریکا کانګرس ته وویل چې “ د حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتي ادارې «ای اس آی» اصلي یا راسته لاس دی”
حقاني په اتیامه لسیزه کې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پرخلاف جګړو کې د مجاهدینو مشر و، پاکستان، « سي آی اې » او سعودي عربستان یې ملاتړ کاو.
جلال الدین حقاني په افغانستان کې د کورنۍ جګړې وروسته په ۱۹۹۶ میلادي کال د طالبانو په حکومت کې هم کار وکړ.
ویل کېږي چې جلال الدین حقاني له القاعده سره هم نیژدې اړيکې درلودلې.
نوموړي په ۲۰۰۱ میلادي کال په افغانستان کې د امریکا د مداخلې او د طالبانو د حکومت له سقوط څخه وروسته له وسلوالو سره یوځای شو.
په وروستیو کلنو کې د هغه زوی سراج الدین حقاني د خپل پلار د وسلوالې ډلي مشري پرغاړه واخیستله
سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)