دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 42782
په بغلان کې د وسله وایو یوه ۴۰ کسیزې ډلې له حکومت سره سوله وکړه
رپوټونه وایي، چې د بغلان په فرنګ ولسوالۍ کې د وسله والو یوه ۴۰ کسیزه ډله پرون د سولې له پروسې سره یوځای شوه.

د دې ډلې مشر ولي جان ویلي دي، چې له حکومت څخه غوښتنه لري، تر څو د کار زمینه ورته برابره کړي.

تر دې دوې ورځې مخکې، د وسله والو کسانو یوه اتیا کسیزه ډله د بغلان په ګذرګاه ولسوالۍ کې د حکومت د سولې له پروسې سره یوځای شوې وه.

د افغان حکومت په مشرۍ د سولې پروسه د وسله والو مخالفینو د جذب لپاره کار کوي او په ټولو ولایتونو کې استازي لري.

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcau0ny.49nua1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته