دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۲۶
د مطلب کود : 43717
دبحرین ملت دسوله ایزو مظاهرو پر دوام ټینګار وکړ
دبحرین دسیاسي او حقوقي فعالانو روحي شکنجه په هغوې کښې دناروغۍ درامینځته کیدا سبب کیږي .
دبحرین دبشري حقوقو ټولنې دال خلیفه رژیم په زندانونو کښې دحقوقي او سیاسي فعالانو دشکنجه کیدا دبهیر په دوام نیوکه وکړه .
دبحرین دالوفاق سیاسي ګوند اینټرنیټ سایټ راپور ورکړ ددغه هیواد دبشري حقوقو ټولنې دال خلیفه دیکتاتور رژیم په زندانونو کښې دحقوقي او سیاسي فعالانو په روحي شکنجې نیوکه وکړه او ویې ویل دبحرین دسیاسي او حقوقي فعالانو روحي شکنجه په هغوې کښې دناروغۍ درامینځته کیدا سبب کیږي .
دغه راز دال خلیفه رژیم له مخالفت سره سره دبحرین سیاسي ګوندونو دسوله ایزو مظاهرو لپاره دخلکو په حق ټینګار وکړ .
دبحرین سیاسي ګوندونو پرون په منامې کښې په ام الحسم سیمه کښې په یوې غونډې کښې وویل له دې سره سره چې دبحرین دیکتاتور رژیم دنویو مظاهرو دترسره کولو اجازه نه ورکوي خو مونږ به خپلو سوله ایزو مظاهرو او فعالیتونو ته دوام ورکړو .
دغه راز دبحرین دپارلمان پخواني استازي دال خلیفه رژیم دځپنو له دوام سره سره دخلکو دانقلاب پر دوام ټینګار وکړ .
جلال فیروز دسوله ایزو مظاهرو پرضد له وسلو دال خلیفه رژیم کار اخیستل وغندل او هغه یې دډیرې سرشیندنې لپاره دملت دپایدارۍ او چمتوالي په وړاندې ماتي خوړلي وبلل .
هغه وویل دبحرین ملت هماغه راز دظالم او ځپونکي رژیم په سیوره کښې ژوند کوي خو دځپنې په و ړاندې تسلیم شوی نه دی او دخپلو هدفونو دپوره کیدا لپاره ډیرې قربانۍ ته تیار دی
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjaaex.uqetvz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته