دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۳۴
د مطلب کود : 46023
سرچینې: طالبان له شدیدو خپلمنځي اختلافاتو سره مخامخ شوي
په دغو قوماندانانو کې د مولوي قادر منګل، ملا اسماعیل، ملا برهان الله، حاجي تور اخند او په کونړ کې د طالبانو د سلفي ډلې قوماندان مولوي سفیر شامل دي.
تاند - یو شمیر باوري سرچینې، چې له طالبانو سره نژدې اړیکې لري، وايي چې وسله وال طالبان په تیرو څلورو میاشتو کې په سختو خپل منځي نښتو اوښتي او شاوخوا پنځه عمده قوماندانان یې هم په مرموز ډول د یوه او بل لوري له خوا وژل شوي دي.

په دغو قوماندانانو کې د مولوي قادر منګل، ملا اسماعیل، ملا برهان الله، حاجي تور اخند او په کونړ کې د طالبانو د سلفي ډلې قوماندان مولوي سفیر شامل دي.

طالبانو یوازې د ملا اسماعیل په اړه ویلي چې وژل شوی نه دی بلکې کوټې ته تر بلل کېدو وروسته نیول شوی دی.

دغه اختلافات وروسته تر هغه رابرسیره شوي چې ځیني طالب قوماندانانو د کوټې له شورا څخه جلا او له پاکستانه د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته را واوښتل.

ویل کیږي دغو طالب قوماندانانو ته، چې شمیره یې ۱۲ تنو ته رسیږي په سپین بولدک کې د افغان دولت په مرسته د قومي مشرانو له لوري پناه ورکړل شوې او ساتنه یې هم د سیمې د اڅکزو ټبر قومي مشرانو او سوداګرو پر غاړه اخیستې ده.

د طالبانو یوې سرچینې، چې نه یي غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي: په یادو دوولسو تنو کې د ملافاضل په نامه د طالبانو د حکومت د یوه مقتدر غړي تر څنګ، ملا بهايي جان اخند چې د طالبانو په رژیم کې د سمنګان والي و، همدا راز د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندان ملاعبدالله سرحدي، د طالبانو د واکمنۍ د کاپیسا مرستیال والي ملا محاذ او ځیني نور د لوړي او منځنۍ کچې پر نفوذه طالبان شامل دي.

د سرچینې په خبره طالبان اوس په دریو ډلو ویشل شوي چې یو شمیر يي د پاکستان د مشخصو کړیو له ملاتړه برخمن دي او له هغوی څخه لوژستیکي او تسلیحاتي مرستي ترلاسه کوي، دوهمه ډله هغه منځلاري طالبان دي چې افغانستان ته را اوښتي او د قومي مشرانو په منځګړیتوب د افغانستان له حکومت سره سیاسي روغې جوړې ته لیواله دي او دریمه ډله هم هغه طالبان دي چې د ولسوالیو او کلیو په کچه فعالیت کوي او کومه واحده قومانده او مشري نه لري بلکې له بهرنیو طالبانو سره یو ځای د ځانمرګو بریدونو اوماین خښونو لپاره د زمینه جوړونکو په توګه کار کوي.

د سرچینې په خبره دریمه ډله طالبان ډیر ژر په ټولنه کې مدغمیدای شي ځکه په تیرو څو کلونو کې هغوی د کوټي او پیښور د شورګانو اوامرو ته هم په ډیرو مواردو کې اعتنا نه ده کړې او په کوچنۍ کچه یې ځان ته قوماندانۍ جوړې کړي او له خپل منځ څخه یې ځانونو ته قوماندانان ټاکلي او دغه ډله یوازې د بډو او مالي امتیازاتو لپاره وسلې ګرزوي.

د سرچینې په خبره د طالبانو دوه نورې ډلې له دغو طالبانو سخت ناراضه دي ځکه په ډ یرو مواردو کې یې د لوژستیکي کتارونو له مالکینو سره مالي قراردادونه هم کړي او هغوی ورته د دوی له سیمو د خوندي عبور په صورت کې مالي امتیازات ټاکلي دي.

د رپوټونو له مخې منځلاري طالبانو څو ځله د اڅکزو ټبر د قومي مشرانو په همکارۍ د سولې عالي شورا له مرستیال ښاغلي لودین او همدا راز د دغې شورا له دوو نورو غړو، چې یو یې مولوي قلم الدین او د بل نوم یي نه دی اخیستل شوی، اړیکې نیولي او هڅه یې کړې چې خپلې غوښتنې او اغیز هغوی ته واضح کړي.

په همدې حال کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر هم منلې چې یو شمیر وسله والو طالبانو د ده سفارت پر مهال له افغان دولت سره تماس نیول وو، او دی باوري دی چې غټ شمیر طالبان به سولې ته حاضر شي خو پاتي نور به په سیاسي انزوا کې په خپله په ټولنه کې مدغم شي.

راین کراکر په یوه ټلویزیون ته په مرکه کې ویلي طالبان په دې پوه شوي چې امریکا له ۲۰۱۴ کال وروسته په بشپړه توګه له افغانستان څخه نه وځي نو هغوی د توکیو له کنفرانس وروسته هغه لارې چارې لټوي چې په مټ یې د یوه سیاسي امتیاز په تر لاسه کولو سره د سولې له بهیر سره یو ځای شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1xq0.2bqei8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته