د کندز په مرکز کې نن سهار د یوې ترافیکې پیښې له امله پنځه ښځې وژل شوي او یوه ټپې شویده.
د کندز د ترافیکو مدیر عبدالکریم لنګري ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه ښځې د اختر په مناسبت خپلو دوستانو کورته روانې وې.
د ترافیکو مدیرد دې پیښې علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي وښوده.
له بلې خوا د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفینو په یوه برید کې دریو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د امام صاحب ولسوال امان الدین د پیښې په تایید سره وایي، چې تیره شپه وسلوالو طالبانو پریوه کور برید کړې چې دوه پولیس او یو عام وګړی یې وژلی دی.
د دې برید مسولیت وسلوالو طالبانو منلې.

سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)