دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۱۵
د مطلب کود : 56653
د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې دوې ښځې وژل شوي
د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې دوې ښځې وژل شوي او دوه ماشومان ټپیان دي.

په ولایتي شورا کې د هرات ولایت استازي تور محمد ظریفي آزادۍ راډيو ته وویل چې، دا عملیات له تیرې شپې څخه تر نن سهاره د زیر کوه په نامه په یوې سیمې کې تر سره شول.

یاده سیمه د هرات یوه نا امنه سیمه ده چې تل پکې د وسله والو له خوا حملې کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1eqp.2bqep8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته