دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۱۱
د مطلب کود : 58747
د اسماني ډبرې لوېدو په روسیه کې ۴ سوه تنه ژوبل کړل
تاند- د روسیې رسنیو نن وویل چې د دغه هیواد د چیلیابینسک پر سیمه لږترلږه یوه اسماني ډبره لوېدلې او تر څلور سوه زیات کسان یې ژوبل کړي دي.
چیلیابینسک سیمه د مسکو د ختیځ په یو نیم زر کیلومترۍ کې ده.
راپورونه وايي چې په دې پېښه کې لږترلږه څلور سوه تنه ژوبل شوي. اکثره خلک د شیشو په ټوټو ټپیان شوي دي. د ډېرو کورونو شیشې ماتې شوي او خلک سخت بېرېدلي دي.
د روسیې د کورنیو چارو وزارت د څه باندې څلور سوه تنو ژوبلېدا تایید کړه، ویې ویل چې د دې اسماني ډبرې د غورځېدو په نتیجه کې د زینک د یوې فابریکې بام چپه شوی دی.
راپور وايي چې اسماني ډبره، چې وړې ټوټې هم ورسره وې، د اورال د غرونو په ختیځه څنډه کې د سیمې پر یوه کم نفوسه برخه لګېدلې.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې یوه بله لویه ډبره، چې قطر یې پنځوس متر مربع اټکل شوی، د مځکې لور ته راروانه ده خو ساینس پوهان وايي چې دا ډبره به د مځکې له کُرې اووه ویشت نیم زره کیلومتره لېرې تېره شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyyaw.t1av526kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته