دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 58834
پاکستان له بریتانیا غوښتي چې په افغانستان کې د هند رول کم کړي
تاند- د هندي رسنیو د راپور له مخې پاکستان له بریتانیا څخه غوښتي چې په افغانستان کې د هند فعالیتونه محدود کړي.
بریتانیا د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو او د سولې خبرو ته د وسله والو طالبانو په حاضرولو کې د دوو هیوادونو د همکاریو د ډېرولو لپاره هلې ځلې کوي.
هندي ورځپاڼې(ټایمز اف انډیا) وايي چې د پاکستان غوښتنې ته د بریتانیا د ځواب په اړه څه نه دي ویل شوي خو دیپلوماتیکې سرچینې وايي چې پخلاینې ته د طالبانو د حاضرولو په مقابل کې پاکستان په افغانستان کې د هند د رول او فعالیتونو د کمېدو غوښتونکی دی.
ټایمز اف انډیا ورځپاڼه وايي، ښايي د راتلونکې سې شنبې په ورځ د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون له خپل هندي ساري من موهن سینګ سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر همکارۍ او له طالبانو سره پر پخلاینې خبرې وکړي.
د بریتانیا صدراعظم هند ته وروسته له دې په رسمي سفر ځي چې په لندن کې یې د افغانستان او پاکستان له ولسمشرانو سره مفصلې خبرې وکړې.
دیپلوماتیکې سرچینې وايي چې پاکستان د هند د رول د کمېدو غوښتنه د افغانستان، پاکستان او بریتانیا په وروستۍ درې اړخیزه سرمشریزه کې کړې وه.
پاکستان پخوا هم د افغانستان په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د هند پر کونسلګریو اعتراض کړی او هغه یې خپل ملي امنیت ته خطرناکې بللي دي.
زرداري د بریتانیا صدراعظم ته همداراز ویلي و چې په افغانستان کې خپلې هغه وسلې، چې نه یې غواړي بېرته یې یوسي، پاکستان ته ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfjcdt.w6dcmaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته