دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود : 67176
نواز شریف نن رسمًا د پاکستان د صدراعظم په توګه لوړه کوي
د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند مشر نواز شریف نن رسمًا د دې هېواد د صدراعظم په توګه لوړه کوي.
په دې توګه به نوموړی په بیساري ډول د درېیم ځل لپاره د پاکستان صدراعظم شي.
۶۳ کلن نواز شریف وروسته له دې نن لوړه کوي چې پرون د پاکستان په قومي اسمبلۍ یا پارلمان کې د رایو په اکثریت صدراعظم اعلان شو.
د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند د پاکستان په وروستیو انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ وګټلې.
نوی حکومت باید اقتصادي او د پریښنا ستونزه هواره کړي او په پاکستان کې د روانو تروریستي فعالیتونو مخه ونیسي.
نواز شریف ۱۳ کاله مخکې هم د پاکستان صدراعظم چې د پوځ د یوې کودتا په نتیجه کې له واکه لرې کړای شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepz8p.jh8ffi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته