دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 72269
دبحرین دال خلیفه رژیم پوځيانو دخلکو نیول زیات کړي دي

دبحرین پولیسو او عسکرو یو شمیر ښاریز په« باچا فهد» پل کښې چې له سعودي عربستان سره دبحرین ارتباطي لاره ده ونیول او ځینې نور ښاریز یې هم خارج ته له تلو منع کړل .
الیوم السابع خبري سایټ راپور ورکړ دبحرین دملي وفاق ګوند په یوې بیانیې کښې وویل په داسې حال کښې چې دبحرین خلک ځانونه دسبا ورځې په سترو لاریونونو کښې ګډون ته چمتو کوي د ال خلیفه رژیم پوځيانو له بحرین څخه خارج ته د سفر په وخت دحکومت دمخالفانو او عادي ښاریزو نیول زیات کړي دی .
دبحرین پولیسو او عسکرو یو شمیر ښاریز په« باچا فهد» پل کښې چې له سعودي عربستان سره دبحرین ارتباطي لاره ده ونیول او ځینې نور ښاریز یې هم خارج ته له تلو منع کړل .
دبحرین پوځیانو دغه راز دپلازمینې منامې په جنوب کښې ستره (Sitra)جزیرې ته ځینې تلونکي لارې په ازغن جال سره بندي کړي دي او دستره جزیرې په خواو شا کښې یې پوځي خنډونه رامینځته کړي دي

https://avapress.com/vdcdnx05.yt0x96bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته