دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۴۴
د مطلب کود : 76948
دبحرین خلک په کلکه دسیاسي بدلون رامینځته کول غواړي

دبحرین خلک کلک ولاړ دي چې په هیواد کښې سیاسي بدلون رامینځته کړي .
دبحرین دازادۍ غورځنګ غړي سعید شهابي له پریس ټي وي چینل سره په مرکه کښې دخلکو دغورځنګ دوام ته په اشارې سره وویل دبحرین دخلکو دانقلاب ددیرشو(۳۰)میاشتو له تیریدا او دحکومت لخوا دهغوې له ځپل کیدا سره سره دهیواد خلک په بحرین کښې دسیاسي بدلونونو د رامینځته کولو لپاره کلک ولاړ دي .
شهابي وویل په تیرو دوه نیمو کلونو کښې له ال خلیفه رژیم سره د بحرین دخلکو مقاومت وښودله چې هغوې نه غواړي له خپلو دریځونو شاتګ وکړي او په امریکا او لویدیځو هیوادونو له تکیې پرته خپلو ټاکلو شویو هدفونو ته تر رسیدا پورې به دبحرین دحکومت ددباونو په وړاندې مقاومت ته دوام ورکړي .
هغه وویل له امریکا اواروپايي هیوادونو دبحرین دخلکو هیله داده چې هغوې دبحرین له حکومت څخه هراړخیزه ملاتړ ختم کړي او دامریکا او اروپا چارواکي دبحرین دمبارزو خلکو په ځپلو کښې دال خلیفه رژیم ملاتړ بند کړي .
سعید شهابي وویل هغه څه چې په بحرین کښې لیدل کیږی له یوې خوا دخلکو اراده او په هیواد کښې دانقلابي حرکت ددوام لپاره په خپل توان دهغوې تکیه کول او له بلې خوا دال خلیفه دیکتاتور رژیم لخوا دخلکو ځپل، نیول او ځورول دي .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbw9bz.rhb0ap3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته