دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۵۴
د مطلب کود : 85957
بغلان: یوه کس نن خپله میرمن په تبر ووژله
د بغلان امنیتي مسولین وایي، یوه کس نن په دغه ولایت کې خپله میرمن په تبر ووژله.
د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت ازادي راډیو ته وویل، چې وژل شوې ښځه د امنیه قومندانۍ کارکونکې وه.
بشارت وایي، د دې ښځې میړه تښتیدلی او دوي یې د نیولو هڅې کوي.
بغلان د افغانستان هغه ولایت دی چې سږکال په کې ترلسو زیاتې ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله وژل شوي دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbz9bw.rhbssp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته