دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۳۵
د مطلب کود : 92386
جمهور رئيس کرزی: دولت ژمن دی چې د افغانستان د بانکونو ملاتړ وکړي
د جمهور رئيس حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان له بانکونو سره د چینايي بانکونو د مالي معاملاتو د بندېدو د خپاره شوي خبر پرسر د بحث په منظور نن غرمه په ارګ کې غونډه جوړه شوه.
په دغه غونډه کې چې د جمهور رئيس مرستیالانو، د اقتصادي سکټور وزیرانو، د افغانستان بانک رئيس او مرستیال او د خصوصي بانکونو رئيسانو او مسوولینو برخه اخیستې وه، په بانکونو کې د ستونزو د له منځه وړلو او د بانکي سکټور په تقویې بحث وشو.
جمهور رئيس حامد کرزي د افغانستان له بانکونو څخه د ملاتړ د څرګندولو په ترڅ کې وویل که د پیسو د تطهیر او له جرایمو څخه د ترلاسه شويو ګټو د منع قانون او د تروریزم د تمویل د مخنيوي قانون، په مالي چارو کې د افغانستان په ګټه وي، نو دغه قانون به ډېر ژر تصویب شي او اجرایوي بڼه به غوره کړي.
حامد کرزي د بانکونو رئيسانو او مسوولینو ته وویل چې د افغانستان د بانکونو مالي چارې باید له قانون سره سمې او په شفافه توګه ترسره شي او په ځواب کې به يې د افغانستان دولت هم د دوی د تقويې لپاره ټول اقدامات ترلاس لاندې ونیسي، ترڅو افغانستان ته سرمایه جذب او د افغانستان اقتصاد او بانکي سکټور پیاوړی شي.
جمهور رئيس حامد کرزي زیاته کړه د افغانستان دولت ژمن دی چې د افغانستان د بانکونو ملاتړ وکړي او د افغانستان اقتصادي اډانه پیاوړې کړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvmd1.w6d0caz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته