دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 98481
جمهور رئيس کرزی: د دې خاورې ترقي او سرلوړي یوازې زموږ په اتفاق او اتحاد کې تر لاسه کېدای شي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي نن د شهید له اونۍ څخه د درناوي په مراسمو کې وویل چې د افغانستان شهیدانو ته درناوی او ارزښت ورکول، په یوه باعزته، خپلواکه او په یوه ملي حاکمیت لرونکي او مترقي افغانستان کې نغښتی دی.
په هغو مراسمو کې چې نن له غرمې مخکې د شهید د اونۍ او شهید احمد شاه مسعود د ۱۳ تلين د لمانځلو په مناسبت د لويې جرګې په خیمه کې ترسره شول، جمهور رئيس کرزي د هېواد له شهیدانو څخه د یادونې په ترڅ کې وویل: شهید آمر صاحب زموږ د ټولو په ذهن کې د یوه هېواد دوست او پر هېواد د یوه سرښندونکي شخصیت په توګه ژوندی دی.
جمهور رئيس کرزي وویل: شهید احمد شاه مسعود د دغې خاورې د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او عزت لپاره قرباني ورکړه. زه يې هېڅکله هغه خبره نه هېروم چې ویل به يې که د دغې خاورې یوه لوېشت خاوره هم پاتې وي، هېواد نه پرېږدم او نه ترې تېرېږم.
حامد کرزي څرګنده کړه: " د افغانستان د شهیدانو لاره، هغوی ته درناوي او ارزښت ورکول او د نوم عزت يې په یوه باعزته، خپلواکه او په یوه ملي حاکمیت لرونکي او مترقي افغانستان کې نغښتی دی، نه په یوه محتاج، ځورېدلي او نورو ته اړ افغانستان کې."
جمهور رئيس کرزي څرګنده کړه: د شهید آمر صاحب او زموږ د نورو شهیدانو لاره، بشپړې خپلواکۍ ته د افغانستان رسول او د دغې خاورې ترقي او سرلوړي وه چې دغه کار یوازې د پوهې او زده کړې په هڅو او زموږ په اتفاق او اتحاد کې سرته رسېدی شي.
جمهور رئيس د انتخاباتو د بهیر د ژر تر ژره د پای ته رسولو په اړه وویل: افغانستان نوي حکومت ته مبرم او شدیده اړتیا لري، ځکه زموږ د حکومت وخت پای ته رسېدلی دی. موږ یو نوی حکومت غواړو او هغه ډاکټر عبدالله عبدالله او
ډاکټر اشرف غني احمدزی موږ ته راوستلی شي. د دغو دواړو نوماندانو اتحاد او اتفاق او یوې پايلې ته رسېدل يې، حتی که نن هم وي، زموږ په خیر دی.
حامد کرزي دواړو نوماندانو ته په ټينګار سره وویل چې یوې پایلې ته سره ورسيږي او هېواد له دغه حالت څخه وژغوري، ترڅو د لوړې مراسم ترسره شي او په همدې اونۍ کې افغانستان د یوه نوي حکومت خاوند شي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchzknw.23n66djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته