دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۳۰
د مطلب کود : 96906
جمهور رئيس کرزی: افغانستان باید تر راتلونکو ۱۵ ورځو نوی جمهور رئيس او نوی حکومت ولري
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د مرکز د پوهنتونونو له یوشمېر استادانو سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د کابل پوهنتون استاد پوهنوال سید بهادر اکبر د مرکز د پوهنتونونو د استادانو په استازیتوب خبرې وکړې او د لوړو زده کړو د حالت د ښه والي، په ځانګړې توګه د استادانو لپاره د سرپناه په برخو کې د جمهور رئيس حامد کرزي له خدمتونو څخه قدرداني او مننه وکړه.
نوموړي جمهور رئيس ته په خطاب کې وویل چې "په تېرو ۱۳ کلونو کې ټولې مادي او معنوي لاسته راوړنې، د لومړني منتخب جمهور رئيس په توګه ستاسو د ښه مدیریت په نتیجه کې ترلاسه شوي او ستاسو جناب همیشنۍ حوصله مندي به د خلکو، په ځانګړې توګه د استادانو په زړونو کې وي."
جمهور رئيس د هېواد د مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې، پر امنیتي حالت او د عامو خلکو پر ژوند د انتخاباتو د بهير د اوږدېدو له کبله منفي اغېزو ته یې په اشارې سره وويل چې د انتخاباتو پايلې باید په ټاکل شوې نېټه اعلان شي او افغانستان باید تر راتلونکو ۱۵ ورځو نوی جمهور رئيس او نوی حکومت ولري.
همداراز جمهور رئيس د جمهوري ریاست د دواړو نوماندانو ترمنځ شوي توافق ته په اشارې سره وویل چې هيله لرم دغه توافق به د خلکو د لويو ګټو او د اوسنيو حالاتو په پام کې نيولو سره، ډېر ژر د انتخاباتو د پایلو د اعلان لامل شي.
جمهور رئيس په افغانستان کې د ملي یووالي د ټينګښت پر اهمیت د ټينګار په ترڅ کې وویل چې د دغه هېواد دولتمردان، سیاسیون او مخور باید د دغو خلکو او د هغوی د ملي یووالي منندوی واوسي، له همدې کبله پر هغوی د خلکو حق دی چې د دولتي او حکومتي بنسټونو په پیاوړتیا او ټينګښت کې د خپلو ګټو ساتنه وکړي.
په پای کې د مرکز د پوهنتونونو د استادانو لخوا د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي ته د هغوی د خدمتونو په پاس لوح تقدير او انځور شوې تابلو، ډالۍ شوه.
په دغه ليدنه کې د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عبيدالله عبید، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا او په علمي او فرهنګي چارو کې د جمهور رئيس سلاکار سرمحقق زلمی هېوادمل هم حاضر و
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-wnw.23n-vdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته