دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۴۵
د مطلب کود : 152227
ننګرهار د بین المللی تروریزم پلازمینه

ویس احمد برمک؛ د داخلی وزارت سرپرست چی نمایندګانو مجلس داخلی امنیت کمیسیون ه د یک شنبه په ورځ د ننګرهار ولایت ناامنیو ډیریدو په اړه غوښتل سوی وو، وویل چی پنځه زره تنه تروریستان په ننګرهار کی په سلهاوو تروریستی ډلو پوری مربوطیږی.

ښاغلی برمک زیاته کړه چی دا تروریستان د ننګرهار لسو ولسوالیو کی چی د پاکستان سره هم مرزه دی، فعالیت لری او دا ۱۰ ولسوالی د لوړ امنیتی ګواښ لاندی دی. هغه وویل چی د ننګرهار نورو ۱۱ ولسوالیو کی د امنیتی ګواښ سطحه متوسط یا هم کم دی.

د هغه په وینا، د پنځه زرو څخه ډیر تروریستان په ننګرهار کی د ۳۵۴ تروریستی ډلو په چوکاټ کی فعالیت لری.

ښاغلی برمک، د خارجی ځواکونو هوایی بریدونه په ننګرهار او ټول هیواد کی موثر وبلل او وویل چی دا بریدونه د تیرو وختونو په پرتله دری برابره سوی دی.

ښاغلی برمک، د ننګرهار خوګیانی ولسوالی امنیتی وضعیت اندیښمند وبلل؛ په دی حال کی دهغه په وینا، په ننګرهار کی امنیتی وضعیت د نورو میاشتو په پرتله ښه سوی دی.

د داخلی وزارت سرپرست اخیر اظهارات په ننګرهار کی د فعال او حاضر تروریستانو په اړه، د ډیرو صاحب نظرانو په باور، تکان ورکوونکی او بیروونکی دی.

دا اظهارات په داسی شرایطو کی بیانیږی چی ننګرهار د دوو کالو راهیسی، د تروریستی ډلو فعالیتونو اصلی مرکز بلل کیږی.

په دی ترتیب، د داخلی وزارت سرپرست اظهاراتو په اساس، اوس ددی ولایت واری دی چی د بین المللی تروریستانو پلازمینی باندی بدل سی او د پنځه زرو داخلی او خارجی مسلح کسانو شتون، بیله شکه ددی ولایت راتلونکی ډیر اندیښمند کوی.

په دی منځ کی، ځینی پوهان پردی نکته باندی ټینګار کوی چی داعش او نورو تروریستی ډلو حضور په افغانستان کی، یو جدی او نه ردیدونکی حقیقت دی او دا ټولو امنیتی نهادونو او دولت او همدارنګه نورو سیمه ایزو هیوادونو ته خطر دی او نه دی معلوم چی هغوی په وړاندی به کوم استراتژی او سیاست ترلاس لاندی ونیسی.

په دی حال کی، داسی په نظر نه رسیږی چی داعش حضور یواځی دا ختیځ ولایت پوری محدود وی؛ ځکه د ډیرو مرکزی او سیمه ایز ارشد چارواکو له لوری اندیښنو او اظهار نظرونو په اساس، داعش او خارجی تروریستان، نورو ولایتونو کی هم فعالیت لری لږ ترلږه دا شواهد شتون لری چی شکاره کوی چی داعش د ازبک ستیزه جویانو او منځنۍ آسیا نورو هیوادونو په مرسته د هیواد شمال ډیرو ولایتونو کی خپل پایګاوو تحکیم او نورو اهدافو ټاکلو په حال کی دی.

په دی حساب، د داخلی وزارت سرپرست اظهار نظر یواځی په دی صورت کی قبلولای سو چی بین المللی تروریستان په ننګرهار کی د نورو ولایتونو څخه ډیر فعالیت لری او په بل تعبیر سره، دا ولایت د هغوی اصلی پایګاه په حیث پیژندل کیږی او دا ډلې، لکه څنګه چی په عراق او سوریه کی موصل او رقه ښارونه خپل مرکز په حیث ټاکلی وو، په افغانستان کی هم ننګرهار خپل مرکز په حیث په نظر کی نیولی دی.

بیله شکه، جغرافیایی خاصیتونه، خارجی مرزونه، دولت او تروریستی ډلو سره خلګو وفاداری میزان، مرکزی دولت نفوذ او سلطه او قدرت میزان، طالبان نفوذ او قدرت میزان د داعش ډلی رقیب په حیث او هغوی متحد تروریستی جریان او نورو سیاسی، امنیتی، جغرافیایی او ټولنیز خاصیتونه په ننګرهار کی ددی لامل سوی دی ترڅو دا ډله، پردی ولایت باندی، د نورو ولایتونو څخه ډیر تمرکز وکړی.

په دی حساب سره، ددی انتظار ست چی هغه مبارزه چی دولت غواړی د ننګرهار لسو ولسوالیو په وړاندی تر لاس لاندی ونیسی، یواځی دا سیمو کی دا ډلو سره مبارزی باندی متمرکز نه وی؛ ّکه دا کار، هغه څه چی مخکی ددی ورڅخه تروریزم جغرافیا بدولن او شمال څخه جنوب ته ناامنی لیږد په حیث پيژندل سوی دی او په افغانستان کی اوسنی امنیت اصلی اندیښنو څخه بلل کیږی عملآ به نادیده ونیسی او د هغوی سره مرسته به هم وکړی چی په ښه باور سره د جنوب څخه شمال لوری ته نقل مکان وکړی او تاوسه هغه پایګاوی چی په شمال او شمال ختیځ او هیواد ختیځ کی رامنځته کړی دی په ننګرهار کی مستقل ځواکونو لیږد سره دا سیمو ته، نور هم پیاوړی کړی.

په همدی دلیل، لمړنۍ هیله داده چی دا دولتی مقام موضع ګیری، مخکی له دی چی د خطر حقیقی پيژندلو لپاره وی، په شمال او شمال ختیځ او ختیځ کی داعش او نورو تروریستی دلو شکاره فعالیتونو او ناامنیو توجهاتو او اذهان انحراف نه وی.

https://avapress.com/vdceww8zfjh8nwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته